ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي له پاکستاني ځواکونو سره د تېرې چارشنبې ورځې تر نښتې وروسته د شنبی (سپتمبر ۹مه) څلورمه ورځ هم تورخم دروازه د هر ډول مسافرو او ترانزیت پر مخ د پاکستان له لوري بنده ده.
دغو چارواکو له خلکو غوښتي چې تورخم ته د سفر کولو هڅه دې نه کوي. بله خوا، اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سرپرست سفیر سردار احمد شکیب ویلي، د تورخم دروازې بندېدو په تړاو یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي. اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي، ښاغلي شکیب د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په لیدنه کې د تورخم درواې د بندېدو په اړه غږېدلی او د دروازې بندېدل یې د دواړو هېوادونو په زیان بللي دي. ویل شوي چې اصف دراني ډاډ ورکړی دوی به هڅه کوي چې پاکستاني چارواکي قانع کړي د تورخم دروازه د عام تګ- راتګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر مخ پرانیزي. د تورخم دروازې تر بندېدو وروسته، د افغانستان کرنیز محصولات د خرابېدو له جدي ګواښ سره مخامخ دي. تورخم ته څېرمه د افغانستان له ختیځ ننګرهار ولایته رپوټونه وايي، هلته له تورخم دروازې بېرته راستنې شوې له مېوو ډکې لارۍ په منډي کې ولاړې دي او د خرابېدو له وېرې یې په نیمه بیه پلوري. په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ ویلي، د تورخم دروازه به تر هغه بنده وي چې د امنیتي ګواښونو په اړه خبرو کې پرمختګ نه وي شوی. ممتاز زهرا بلوچ دا هم ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکا تر وتلو وروسته پاتې شوې وسلې د "ترهګرو لاس ته لوېدلې" چې په وینا یې د "پاکستان لپاره ګواښ" دی. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت تل ویلي چې دوی پخپله خاوره کې هغو جنګیالیو ته ځای نه ورکوي چې د نورو هېوادونو لپاره ګواښ وي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/26891